النجم ۶۲

فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ۩ ࣛ

نو سجده کوئ اللّه تعالٰی ته او بندگی کوئ‌ دهغه -

دا تفریع ده په ټول سورت باندی یعنی هرکله چه ثابت شوه چه ددی رسول دلیل وحی ده او تاسوسره صرف ظن او اتباع دهویٰ ده بیا ثابت شوه چه اللّه تعالٰی انعامات کوؤنکی دی او رسول او قرآن ئی حق را لیږلی دی نو فرض ده په تاسو باندی چه سجده او تمام عبادات اللّه تعالٰی لره خاص کړئ (لِلَّهِ) لام د پاره د تخصیص دی ځکه چه اللّه تعالٰی ته سجده خو مشرکانو هم کوله لیکن د اللّه تعالٰی نه سیوا نورو خپلو معبودانو ته ئی هم کوله (وَاعْبُدُوا) دا تعمیم بعد التخصیص دی او لفظ د لِلَّهِ په دی کښی هم مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل