النجم ۵۰

وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَى

او یقیناً هغه هلاک کړی دی عادیان زاړه -

په دی آیاتونو کښی هم ذکر دتصرف د اللّه تعالٰی دی په اهلاک د لویو قومونوسره او ورسره تخویف دنیوی دی په ذکر دعذاب دڅلورو قومونو چه تکذیب د انبیاء علیهم السلام ئی کړی وؤ (الْأُولَى) قبیله عاد دوه وؤ یو اولٰی یعنی عاد اِرم اوبل عاد ثمودیانو ته وئیلی کیدلو - یا اولٰی نه مراد هغه دی چه ډیر مخکښی تیرشوی دی چه دهغوی نه وړاندی بل عاد نه وؤ (أَظْلَمَ) په عقیده کښی او أَطْغَى په عمل کښی یا اول په حقوقو الٰهیو کښی او دوهم په حقوقو دبندگانو کښی - او دلته ئی پنځم قوم یعنی قوم فرعون ئی ذکرکړی نه دی کیدی شی چه مخکښی صحف موسیٰ کښی هغه قوم ته اشاره وه نوددی وجی نه ئی بیا ذکر نه کړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل