مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى
انکار نه دی کړی زړه، دهغی نه چه لیدلی دی -
په دی کښی صدق د رسول اللّٰه ﷺ په رویت سره ذکرکوی برابره خبره ده چه رؤیت (لیدل) د جبرئیل علیه السلام دی لکه چه دا غوره او ظاهره توجیه ده یا لیدل د اللّه تعالٰی مراد دی لکه چه روستو تحقیق کیږی هرکله چه جبرئیل مراد شی نو مراد نه رؤیت نه لیدل په سترگو سره دی - او مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ، مطلب دادی چه زړه هم د سترگو سره موافقت کړی دی یعنی لیدل ئی یقینی دی - لیدل د اللّه تعالٰی په شب معراج کښی مسئله اختلافیه ده غوره داده چه یقینی ثبوت ئی نیشته - ابن کثیراو ډیرو مفسرینو غوره کړی ده چه لیدلی ئی نه دی او خطیب شربینی او بعضو مفسرینو دوهم قول غوره کړی دی اوقرطبی د ماراٰی او علٰی مایرٰی په تفسیرکښی دا قول هم نقل کړی دی چه مراد ددی نه هغه ټول آسمانی حالات او بیت المقدس د ی چه رسول اللّٰه ﷺ په شپه د معراج کښی لیدلی وؤ اوپه هغی کښی مشرکانو شک او جدال کوؤ -