النجم ۸

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى

بیا نزدی شو ښه نزدی شو -

ضمیرونه په اول تفسیر جبرئیل علیه السلام ته راجع دی او په دوهمه توجیه رسول اللّٰه ﷺ ته راجع دی او نزدیکت اللّه تعالٰی ته مراد دی (فَتَدَلَّى) په اصل کښی د بره طرف نه کوز طرف ته اویزان کیدلو ته وئیل کیږی یعنی جبرئیل علیه السلام را کوز شو د افق نه اوپه معنیٰ د ښه نزدیکت سره هم استمعالیږی (قَابَ قَوْسَيْنِ) قاب په عرف د عرب کښی دقوس (کمان) دمقبض (دنیولوځآی) نه ترسره پوری ته وئیلی کیږی - او نیول خوپه مینځ کښی وی نوهریوطرف ته یویو قاب شو نومعلومه شوه چه په هرقوس کښی دوه قابه وی لکه لسان العرب کښی هم داسی وئیلی دی نوپه دی مقام کښی ددوه قوسونو یویوطرف مراد دی نوپه اصل کښی قابا قوسین وو - بل قول دادی چه قاب دلته په معنیٰ دمقدار سره دی لکه چه ابن کثیر وئیلی دی بیا دا تشبیه عرب د نزدیکت دپاره استعمالوی په دی وجه چه د دوه دشمنانو صلحه به اوشوه نوهریو به خپل قوس راوړلو او د دواړه قوسونو قابونه به ئی دیو بل سره پیوست کول نو مطلب به ئی دا وؤ چه آینده دپاره به مونږ د مخالف دشمن په مقابله کښی دیوطرف نه حمله کوؤ او مونږ به یَو یُو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل