النجم ۵

عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى

خودنه کړی ده ده ته سخت قوتونووالا -

په دی کښی ذکر دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی په بله طریقه چه دهغی حاصل په غوره تفسیر سره دادی چه دی رسول ته جبرئیل علیه السلام تعلیم ورکړی دی اودهغه سره لیدل هم شوی دی - مراد د شدیدالقویٰ نه جبرئیل علیه السلام دی په د دلیل دسورة تکویر (۲۰) سره (ذُو مِرَّةٍ) مِرَّة صحت او قوت د بدن ته وئیلی کیږی - او مرّة ښائسته صورت ته هم وئیلی کیږی (وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى) دا ضمیر هم جبرئیل ته راجع دی اوپه دی کښی واقعه دا ابتداء د وحی ته اشاره ده چه رسول اللّٰه ﷺ ته جبرئیل علیه السلام په مکه کښی د ابطح مقام کښی په اصلی شکل کښی ښکاره شو چه دهغه شپږسوه وزری وی اود آسمان کناری ئی پټی کړی وی ابن جریر وئیلی دی چه دا ضمیر محمّد ﷺ ته راجع دی اوپه دی کښی اشاره ده واقعی د معراج سماوی ته چه دواړه د معراج په شپه د ځمکی نه ملگری شول او دآسمان افق ته اورسیدل - بیا ابن کثیر په دی قول باندی رد کړی دی لیکن د توجیه په لحاظ سره دا قول صحیح دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل