مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى
نه دی بی لاری ستاسو ملگری او نه دحد نه تیروتلی دی -
دا جواب قسم دی فرق په مینځ د ضلال او غوایت کښی په ډیرو وجوهوسره دی اوله وجه داده چه ضلال عام دی عقیدی او عملونو دواړو ته شامل دی او غوایت خاص دی په عقیده فاسده پوری - دوهمه وجه داده چه ضلال دادی چه دلاری نه خطا شی او غوابت دادی چه دمقصد نه محرومه شی -