الطور ۴۵

فَذَرْهُمْ حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي فِيهِ يُصْعَقُونَ

نو پریږده دوی تردی پوری چه مخامخ به شی د هغه ورځ سره چه په هغی کښی به دوی بی هوشه کړی شی -

دا تفریع ده په مخکښی ټولو زجرونو باندی چه بنا دی په عناد ددوی (حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ) مراد ددی نه ورځ دعذاب ددنیا ده په هغه چا باندی چه په دنیا کښی پری عذاب راځی، اوورځ دقیامت دعامو منکرینو عنادیانو دپاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل