أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ
آیا دوی پیدا کړی شوی دی بغیر د څه فائدی نه آیا دوی پیداکوؤنکی (دځانونو دی) -
دا زجردی په شرک ددوی باندی او رد دی په زعم د مشرکانوباندی چه گمان کوی چه مونږ ته اللّه تعالٰی د توحید او رسالت او دقرآن د منلوپه باره کښی هیڅ امراو تکلیف نه دی راکړی اونه راکوی حاصل د دواړو آیاتونو دادی چه دا گمان خو هله صحیح کیدی شی چه په دی دری خبروکښی یوه خبره وی اول داچه ستاسو پیدائش عبث او بی فائدی وی دوهم داچه تاسو ځان په خپله پیداکړی وی دریم داچه تاسو آسمانونه او ځمکی وغیره پیداکړی وی لیکن په دری واړو کښی یوه خبره هم نیشته نو ولی انکارکوئ -