أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لَا يُؤْمِنُونَ
آیا دوی وائی د ځان نه ئی جوړکړی دی بلکه دوی ایمان نه راوړی -
دا بل زجردی متعلق دی د انکاردقرآن سره (بِحَدِيثٍ) هرکلام چه په هغی باندی تلفظ کیدی شی که قدیم اوکه حادث وی نوهغی ته وئیلی کیږی او اکثراستعمال ئی منقول کلام کښی کیږی نوددی وجی نه قرآن ته حدیث وئیلی کیږی اوقرآن کښی اطلاق د حدیث په قرآن باندی نهه کرته کړی شوی دی -