فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ
نو تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره -
په دی کښی ذکرد مستحقینو دعذاب دی او د عذاب دوه اسباب ذکرکوی مراد ددی نه په باطل بحثونو کښی مشغولیدل اوپه دین باندی اعتراضونه او طعنونه کول دی لکه چه ددهریانو او غټو فاسقانو مجلسونه وی (يَلْعَبُونَ) یعنی دا بحثونه د حق معلومولو او دتحقیق دپاره نه کوی بلکه د لوبو کولو په طریقه صرف وخت تیروی -