بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالطُّورِ
قسم دی په طور باندی -
ربط: ددی سورة په ماقبل سره دډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په سورة ذاریات کښی خبرورکول وؤ په صدق د وعدی او واقع کیدل د جزا وو نوپه دی سورة کښی یو صورت د جزائی ذکرکړی دی چه هغه عذاب دی - دوهمه وجه داده چه هلته کښی افتتان په اورباندی ذکر کړی وؤ نوپه دی سورة کښی مصیبتونه داور ذکرکوی - دریمه وجه داده چه هغه سورة کښی اجمالی بشارت وو متقیانوته اوپه دی کښی تفصیلی بشارت دی -
اثبات دقیامت دی په ذکر دوقوع دعذاب سره - اوبیان دتوحید هم دی په رد شرک فی الدعاء او اتخاذ د ولد سره په (۴۷،۴۳،۳۹،۲۸) کښی -
چه دا سورة تقسیم دی دوه بابونوته اول باب تر (۲۹) پوری دی په دی کښی پنځه شواهد دی په دعویٰ باندی بیا دعویٰ ئی ذکرکړی ده بیا تخویف اخروی دی په نهه طریقو سره بیا بشارت تفصیلیه دی په اتلس وجوهو سره، سره د ذکردسبب د دخول جنت نه په (۲۸) کښی -
دا ټول قسمونه دی په طریقه د شهادت دپاره د اثبات د دعوی چه ورپسی ذکرکړی شوی ده (الطُّورِ) هرهغه غرته وئیلی کیږی چه اونی او بوټی په کښی وی او مشهوردی په دی نوم سره هغه غر چه موسیٰ علیه السلام سره اللّه تعالٰی کلام کړی وؤ دهغی په خوا کښی - او مشرکین عرب په تقلید د اهل کتابو کښی ددی واقعاتو او دطور دشرافت قائل وؤ (وَكِتَابٍ مَسْطُورٍ فِي رَقٍّ مَنْشُورٍ) غوره داده چه مراد ددی نه تورات دی چه په تختو کښی لیکلی شوی موسیٰ علیه السلام ته ورکړی شوی وؤ لکه په سورة اعراف (۱۴۵) کښی تیرشوی دی (وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ) په حدیث دمعراج کښی ذکرشوی دی چه په اووم آسمان کښی رسول اللّٰه ﷺ ته بیت المعمور ښکاره کړی شو چه هره ورځ هغی ته اویازره ملائک داخلیږی اوبیا دوباره دهغوی نمبرنه دی راغلی نو هغه آباد دی په طوافونو او عبادتونو د ملائکوسره یامراد ددی نه کعبة اللّه ده چه هغه هم په حاجیانو او عمره کوؤنکو سره همیشه آباد ده او ابراهیم دهغی تعمیرکړی دی او دهغی په خوا کښی په اصحاب فیل باندی عذاب راغلی وؤ ددی وجی په شهادت دعذاب کښی ذکرکیدی شی (وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ) د آسمان دطرف نه ډیر عذابونه په منکرینوباندی راغلی ددی وجی نه ئی په شهادت کښی ذکرکړی دی (وَالْبَحْرِ) په دریاب او طوفان کښی قوم فرعون او قوم دنوح علیه السلام هلاک شوی دی نوداهم شهادت دی په عذاب باندی -