كَذَلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ
دغسی نه راتلو هغه کسانو ته چه ددوی نه مخکښی وؤ هیڅ رسول مگر دوی وئیل جادوگر دی او لیونی دی -
په دی آیتونو کښی زجردی منکرینو ته یعنی په امر (ففروا) او نهی (فلاتجعلوا) باندی دوی عمل نه کوی بلکه تکذیب کوی (إِلَّا) سوال: دا دلالت کوی په حصر باندی یعنی مکذبینو سیوا ددی دوه حکمونو نه نور هیڅ نه دی وئیلی او دا چه هغوی خوپه نورو طریقو او الفاظو سره هم تکذیب کړی دی لکه كَذَّابٌ أَشِرٌ، او داسی نور؟ جواب: دا دواړه لفظونه ئی په کثرت سره وئیلی وو یا داچه دا دواړه جامع دی هغه ټولو قبائحولره چه دوی انبیاء ته نسبت کوؤ ځکه ساحرصفت ټول فساداتو ته شامل دی او مجنون هغه احوالو ته عام دی چه د انسانیت نه پری سړی بهر کیږی -