الذَّارِيَاتِ ۴۷

وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ

او آسمان جوړکړی دی مونږپه طاقت سره او مونږ فراخوؤنکی دهغی یو -

ددی آیت نه دری عقلی دلیلونه ذکرکوی په اثبات دبعث بعدالموت باندی په دری آیاتونو کښی په دی کښی یو دلیل علوی (بِأَيْدٍ) دا مصدر دی په معنیٰ دقوت او د قدرت سره داد عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نه ابن کثیراو او قرطبی روایت کړی دی اوبل احتمال دادی چه اَیدٍ جمع د ید شی لکه سورة یٰس (۷۱) کښی دی نودا لفظ به دمتشابهات نه شی اویا خذف شوی ده دوقف دوجی نه (وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ) دوسع نه ماخوذ دی په معنیٰ د قدرت واسعه سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل