الذَّارِيَاتِ ۱۷

كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ

وؤ ډیر کم د شپی نه چه اوده کیدل به -

په دری آیاتونو کښی د احسان بعضی افراد ذکرکوی ددی وجی نه ئی دعطف په طریقه سره نه دی ذکرکړی (كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ) مراد ددی نه دادی "چه دشپی په کمه حصه کښی اوده کیدل اوپه اکثره حصه دشپه کښی به ئی تهجد کول" اودا صفت ډیر اعلٰی دی اگرچه په دی کښی دعام امت دپاره گران والی دی (وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه تهجد ئی ترسحرپوری رسولی دی اودا رنگ دا اشاره ده چه دوی په خپل قیام اللیل باندی غرور نه دی کړی بلکه دخپل قصور او کوتاهی اقرار ئی کړی دی (يَسْتَغْفِرُونَ) په دی کښی دی اشاره ده چه انسان هرڅومره بندگی د اللّه تعالٰی کوی لیکن پوره حق دبندگئ نشی ادا کولی ددی وجی نه د عام عبادت په اختتام کښی استغفار وئیل سنت دی لکه هرفرض مونځ پسی دری کرته استغفار وئیل اود مجلس په اختتام کښی کفاره د مجلس دپاره استغفاروئیل - (وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ) مخکښی صفتونه د احسان په حق د اللّه تعالٰی کښی ذکروؤ او دا صفت احسان دی په حق دمخلوق کښی او حَقٌّ عام دی که فرض او واجب وی دطرف د اللّه تعالٰی نه یا دی انسان په ځان باندی لازم کړی وی نو زکوٰة او صدقات واجبه او احسان د خپل خپلوانو سره وغیره ته شامل دی (لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ) سائل هغه دی چه خپل حاجت خلقو ته ښکاره کوی او سوال کوی دوجی د ضرورت نه اومحروم هغه دی چه خپل حاجت مخلوق ته نه ښکاره کوی اوڅوک دهغه په حال هم نه پوهیږی ددی دپاره چه دصدقه ورله ورکړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل