إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ
یقیناً متقیان به په جنتونو او چینو کښی وی -
دا بشارت دی روستو تخویف او زجرنه په بشارت کښی دری څیزونه اود متقیانو پنځه صفتونه ذکرکوی (آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ) دا اجمالی بشارت دی ټول هغه نعمتونو دجنت ته شامل دی چه هغه دشمارلو نه بهردی آخِذِينَ، مراد ددی نه قبلوؤنکی په رضا سره اوقبض کوؤنکی لږلږ ځکه دهغه نعمتونو انتهاء نیشته دی (مُحْسِنِينَ) مراد ددی نه احسان په معامله دخالق او مخلوق دواړو کښی دی اول احسان اخلاص دی په بندگئ کښی لکه چه په حدیث جبرئیل کښی او اخلاص توحید قلبی، عملی او قولی ټولو ته شامل دی دوهم احسان عبادت په ښائسته طریقه سره ادا کول یعنی موافق د سنت سره دریم احسان د مخلوق سره ښه معامله او ښه اخلاق چلول اوهغوی ته د حق دین دعوت ورکول - نودا جامع صفت دمتقیانو دی - روستو ددی بعضی جزئیات ذکردی -