الذَّارِيَاتِ ۱۰

قُتِلَ الْخَرَّاصُونَ

تباه کړی شو په توک خبره کوؤنکی -

داهم زجردی (قُتِلَ) او قاتل په معنیٰ د لعنت او تباهئ سره هم مستعملیږی (الْخَرَّاصُونَ) مراد ددی نه هغه خلق دی چه قول مختلف، کښی دی بی دلیله مشغول دی - او دا لفظ دخرص نه اخستلی شوی دی په اټکل سره (بغیرددلیل نه) خبره او فیصله کولو ته وئیلی کیږی - یعنی د اللّه تعالٰی او دقیامت او دقرآن او رسول په باره کښی ددی منکرینو اقوال په آټکل باندی بنا دی اوقرطبی وئیلی دی چه په دی کښی نجومیان هم داخل دی چه د اسمان دستورو په باره کښی بی دلیله خبری کوی اودهغی تاثیر ثابتوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل