الذَّارِيَاتِ ۵

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ

یقیناً‌ هغه چه تاسو سره ئی وعده کیدی شی ضرور رشتیا دی -

دا جواب دقسم او دعویٰ دسورة ده مراد ددی نه خروج دی دقبرونو نه چه دهغی وعده په سورة قٓ کښی ذکر شوی ده - او مناسبت د مقسم بهِ د جواب سره دادی لکه څرنگ چه اللّه تعالٰی په ذریعه د هواگانو دوړی خوری کړی اوبیا ترینه وریځی جوړی کړی او بیائی په مینځ د ځمکه او آسمان کښی روانی کړی اوبیائی دباران په صورت ځمکی ته واپس را اولیږی دا رنگ اللّه تعالٰی قادردی چه دا انسان ذری ذری کړی او بیائی را جمع کړی او ارواح ورته په آسانتیا سره راولی او جزا او سزا ورباندی تقسیم کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل