ق ۴۳

إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا الْمَصِيرُ

یقیناً مونږ ژوندی کول او مړه کول کوؤ او خاص مونږته راگرځیدل د خلقو دی -

په دی آیاتونو کښی دقیامت نور څلورحالات ذکرکوی - اوپه دی کښی اثبات دقیامت دی یعنی په احیاء او اماتت باندی قادر دی نوپه دوباره ژوندی کولو خو ضرور قادر دی (يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا) یعنی داعی طرف ته به منډه سره ورځی لکه سورة ابراهیم (۴۳) سورة قمر (۸) او سورة معارج (۴۳) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل