وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ
او غوږ کیده هغه ورځ چه آواز به اوکړی آواز کوؤنکی د مکان نزدی نه -
دا څلورم امر دی داعی ته مراد ترینه انتظار د ورځ دقیامت دی دپاره دحساب (وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ) مراد د استماع نه انتظار کول دی یعنی د ورځ دقیامت انتظار اوکړه یا استماع په خپله معنیٰ ده یعنی غوږ کیده حالاتود هغه ورځ ته (مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ) یعنی هرانسان به دا آوازداسی آوری لکه چه هغه ته نزدی وی (يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ) الصَّيْحَةَ نه مراد دوهمه شپیلئ ده دپاره دبعث بعدالموت په قرینی د الْخُرُوجِ سره (يَوْمُ الْخُرُوجِ) هغه خروج چه په (۱۱) کښی ذکرکړی وو - اودا نوم دورځ دقیامت دی - اوپه دی آیاتونو کښی د ورځ دقیامت څلوراحوال ذکرکړی دی -