وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
اوکه چیری جنگ اوکړی تاسو سره کافران نو اوبه گرځوی شاگانی بیابه نه مومی دوی هیڅ دوست او نه مددگار -
دا هم بشارت کښی داخل دی یعنی کافران تاسو سره قتال نه شی کولی ددی وجی نه چه اللّه تعالٰی ستاسو سره مدد کوی (سُنَّةَ اللَّهِ) مراد ترینه امداد د اللّه تعالٰی دی د تیرشوی انبیاء ذعلیهم السلام سره په مقابله د کافرانو کښی چه اللّه تعالٰی هغوی سره امداد کړی وو او کافران ئی مغلوب کړی او تباه کړی وو -