وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا
وعده کړی ده اللّه تعالٰی تاسوسره دډیرو غنیمتونو چه اخلئ به تاسو هغه نو زرئی درکړو تاسوته او بندئی کړه لاسونه دخلقو ستاسونه او ددی دپاره چه شی نخښه دپاره دمؤمنانو او کلک کړی تاسولره په لار نیغه باندی -
دا هم بشارت دنیویه دی او مراد ددی مغانم نه روستو دخیبرنه تروفات د نبی ﷺ پوری ټول غنیمتونه دی (هَذِهِ) غنیمتونو دخیبر ته اشاره ده (وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ) دا بل معجزانه انعام دی چه هرکله نبی ﷺ اراده د سفر دعمری اوکړه نو یهودیانو قصد اوکړو چه مدینه باندی حمله کوؤ دارنگه هرکله چه اراده د غزوه د خیبر ئی اوکړه اوقبائلو داسد او غطفان قصد اوکړو چه په مدینه باندی حمله اوکړی لیکن ددی ټولو په زړونو کښی اللّه تعالٰی رعب واچوو اود خپلو ارادو نه واپس شول -