محمَّد ۱۶

وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ

اوبعضی خلق داسی دی چه غوږ کیدی تاته (په جاسوسئ سره) تردی پوری چه هرکله اوځی ستا دخوانه وائي هغه کسانوته چه علم ورکړی شوی دی ده څه اوئیل اوس دا هغه خلق دی چه مهروهلی دی اللّه تعالٰی په زړونو ددوی باندی او تابعداری کوی دوی دخواهشاتو خپلو -

دا تقسیم د کافرانو ته اشاره ده چه بعضی په کښی داسی عمل کوی اودا عمل دمنافق دی (مَاذَا قَالَ آنِفًا) یعنی ددوی توجه نه وی کلام د اللّه تعالٰی او درسول نه په غفلت کښی وی نوپوهه نه لری اومراد ددی نه هغه کلام دی چه دوی واوریدلو یامراد ددی نه هغه کلام دی چه ددوی د راوتلو نه روستو وؤ دوی دهغی تپوس کوی په دی خیال باندی چه ځمونږ په غیب کښی ئی څه وئیلی دی - یاداچه غفلت کښی نه وی لیکن په طریقه داستهزاء اود نفرت سره وائي - وائي چه دی نبی دا څه بی فائدی خبری اوکړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل