محمَّد ۱۴

أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ

آیا څوک چه دی په ښکاره دلیل باندی درب دطرف نه دی په شان دهغه چادی چه ډولی کړی شوی وی ده لره بد عمل دده اوتابعداری کړی وی د خواهشاتو خپلو -

په دی کښی تسلئ او د تخویف (چه مخکښی ذکرشول) اسباب ذکرکوی اوتقابل دفریقینودی چه دمؤمنانو یو حال ذکرکوی او دکافران دوه حالات ذکرکوی (عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ) اشاره ده چه مؤمنان دتقلید مذموم (تقلید جامد) نه بچ وی بلکه په دلیل پسی روان وی (كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ) یعنی شرک او بدعات ورته ثواب معلومیږی (وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ) یعنی دعمل کولو دپاره دلیل دوحی نه لری اوخواهش (هویٰ) خو دلیل نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل