يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ
ای ایمان والو که مدد اوکړئ د اللّه تعالٰی نومدد به اوکړی ستاسو اوپاخه به کړی قدمونه ستاسو -
روستو دامر دقتال نه سره دذکر دحالاتو د فریقینو نه تشجیع ورکوی په جهاد فی سبیل اللّه باندی اودوه حالتونه دمؤمنانو ذکرکوی دا حالتونه دوه وعدی دی د اللّه تعالٰی دطرف نه په شرط دجهاد کولوسره - (إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ) نصرت په اصل کښی ډله کښی داخلیدل او ډله کولو ته وئیلی کیږی اوهغی ته همکاری هم وئیلی شی یعنی اللّه تعالٰی دین رالیږلی دی او نبی ﷺ ئی رالیږلی دی اودین چلوی دا کار د اللّه تعالٰی دی نوپه دی کښی (دین چلولوکښی) ملگرتیا کولوته نصرت وئیلی کیږی -