الأحقاف ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم

حم -

سورة الاحقاف

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی وجه اول داده چه په هغه سورة کښی امرپه اتباع د شریعت سره وؤ نوپه دی سورة کښی تصدیق د شریعت په اثبات د صدق د نبی او دصدق دقرآن سره ذکرکوی - دوهمه وجه داده مخکښی سورة کښی آیات عقلیه او وحییه ذکرشول په توحید باندی نوپه دی سورة کښی په هغی باندی تفریع ده په رد د شرک فی القدرة والعلم سره -

دعویٰ ددی سورة:

رد دی په شبهه د مشرکانو باندی چه معبودان من دون اللّه وسیلی گنړی او سبب د نجات ورکولوئی گنړی نوپه ۲۸) کښی د هغی جواب کوی په اثبات دصدق د نبی او دقرآن دی په تصدیق کولو د جناتو سره -

خلاصه د سورة داده:

په دی کښی دوه بانونه دی اول باب تر (۱۵) پوری دی - په دی کښی اول ترغیب الی القرآن دی بیا زجرونه دی اول زجرپه اعراض کولو سره د آیات وحییه (قرآن) او عقلیه نه او دوهم زجردی په رد دشرک فی التصرف په طلب ددلیل سره دمشرانونه دریم زجر په په رد دشرک فی العلم او فی الدعاء‌ سره څلورم زجر په انکار دقرآن سره بیا صدق د قرآن او د رسول ذکرکوی سره ددلیل نقلی دکتاب د موسیٰ علیه السلام نه بیا بشارت دی -

تفسیر

په دی آیت کښی ترغیب الی القرآن دی اواشاره ده د سورة راتلونکی مضمون ته چه وحی د اللّه تعالٰی ده - څه بی دلیله خبره نه ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل