وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُمْ مَا نَدْرِي مَا السَّاعَةُ إِنْ نَظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ
او کله به چه اوئیلی شول یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده او قیامت چه هیڅ شک نیشته په هغی کښی تاسو به وئیل مونږ نه پوهیږو قیامت څه دی گمان نه کوؤ مونږ مگر معمولی گمان اونه یو مونږ یقین کوؤنکی -
دا دریم سبب دعذاب دی یعنی انکار کول د بعث بعدالموت نه (قُلْتُمْ مَا نَدْرِي) دا اقرار دی په لوی جهل خپل سره ځکه چه نفع ددرایت په هغه ځای کښی استعمالیږی چه دعلم د حاصلولو دپاره هیڅ ذریعه نه وی (إِنْ نَظُنُّ إِلَّا ظَنًّا) یعنی الاَّ ظنَّا حَقِیْرًا او قَلِیْلاً (مگر گمان سپک او لږ) - دوهمه توجیه داده (نه یو مونږ مگرگمان کوو گمان) -
فائده: منکرین دقیامت دوه ډلی دی یو ډله هغه وه چه هغوی دقیامت نه صریح انکار کوؤ دهغوی ذکرپه (۲۴) کښی تیرشو او دوهمه ډله هغه وؤ هرکله دلیلونه ئی واوریدل د بعث بعدالموت نو په شک کښی پریوتل په دی آیت کښی دا خلق مراد دی -