الجاثية ۲۷

وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ

اوخاص اللّه تعالٰی لره ده بادشاهی د آسمانونو اود ځمکی اوپه هغه ورځ چه قائم شی قیامت نوپه دغه ورځ به تاوان ښکاره شی د باطل پرستو خلقو -

دا هم دلیل عقلی دی د توحید او دبعث بعدالموت دپاره (وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ) ددی نه نوی مقصد شروع شو چه هغه تخویف اخروی دی (يَخْسَرُ) خسران په اصل کښی په دنیا کښی دی لیکن ښکاره کیدل ئی په آخرت کښی دی اووجه دخسران داده چه دوی خپل حیات اوعقل او صحت اوفراغ چه په شان د رأس المال وو خرچ کړی دی او ځان ئی ستړی کړی دی په دی ارادی سره چه مونږ ته گټه حاصله شی لیکن دقیامت په ورځ به دوی ته شرمندگی ذلت او عذابونه حاصل شی اودی ته نهایت خسران او تاوان وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل