وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ بنی اسرائیلو ته کتاب اوپوهه ددین او پیغمبری او ورکړی وؤ مونږ دوی ته د پاک خوارکونو نه او غوره والی ورکړی وؤ مونږ دوی ته په ټولوخلقو باندی -
دا تمثیل دی د ماقبل دپاره یعنی لکه چه مخاطیبونو دقرآن ته آیات بینات ورکړل او آخری نبی ئی ورته را اولیږلو لیکن دوی مخالف اوکړو نو اللّه تعالٰی به دوی له ددوی مناسب جزا ورکوی نودا رنگه ئی بنی اسرائیلو ته آیات او نبوت او نعمتونه ورکړی دی اوهغوی هم سره دعلم نه اختلاف اوکړو (وَالْحُكْمَ) علم او فهم د کتاب اللّه چه په هغه په اصل کښی سنت د انبیاؤ دی (بَيِّنَاتٍ مِنَ الْأَمْرِ) مراد ددی نه احکام د حلال او حرام او شرائع ددوی وو یاپه دی کښی اشاره ده ښکاره صفتونو او حالاتو د خاتم الانبیاء ﷺ ته چه ددوی په کتاب کښی ذکرشوی وو -