الجاثية ۱۴

قُلْ لِلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

ته اوایه هغه کسانو ته چه ایمان ئی راوړی دی بخنه دی کوی (دخپل حق نه) هغه کسانو ته چه عقیده نه لری د ورځو د اللّه تعالٰی دی دپاره چه جزا ورکړی قوم ته په سبب دعملونو چه دوی کول -

روستو ددعوت نه په دلیلونو سره تعلیم د ادب او دحسن اخلاق دی دعوت (تبلیغ) کوؤنکوته - (يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ) یعنی کوم خلق (منکرین) چه مؤحدینو ته تکالیف ورکوی او بی عزتی او کنځل کوی هغوی په حقیقت کښی د عذابونو د اللّه تعالٰی (چه په منکرینو باندی نازل شوی دی) اونعمتونو د اللّه تعالٰی (چه مؤحدینوته ورکړی شوی دی) عقیده نه لری ددی وجی نه دوی داسی بد اخلاقی کوی (يَغْفِرُوا) ددی نه مراد دهغوی نه بی پرواهی کول او کنځلو وغیره دجواب نه چپ کیدل او صبر کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل