الجاثية ۱۲

اللَّهُ الَّذِي سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ستاسو په خدمت کښی لگولی دی دریاب دپاره ددی دی چه روانی وی کشتئ په هغی کښی په حکم دهغه سره اودی دپاره چه اولټوئ دفضل د اللّه تعالٰی نه او دی دپاره چه شکراوکړئ تاسو -

په دی آیاتونو کښی بیا عقلی دلیلونه دی تیرشوی دلیلونه صرف په طریقه د آیات باندی وو اودا دلیلونه په طریقه د انعاماتو باندی دی ددی وجی نه سخَّر، لفظ ئی په کښی ذکر کړی دی او دتسخر دبحرنه مراد دادی چه په هغی کښی ئی داسی صفات پیدا کړی دی چه تاسو په کښی کشتئ چلولی شئ لکه نرم والی او همواری، درمیانه هواگانی، موجونه په اندازی سره او دکشتو جهازونو ځان ته نه جذب کول وغیره حالات او دا ټول په قدرت د اللّه تعالٰی سره دی د هیڅ مخلوق په کښی هیڅ دخل نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل