الجاثية ۷

وَيْلٌ لِكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ

تباهی ده هرډیر دروغژن سخت گنهگار لره -

په دی زجراو تخویف دی منکرینو د آیاتونو ته په ذکردپنځه صفات قبیحه دهغه سره - (أَفَّاكٍ) هغه څوک چه خبره دحق نه په اړولوکښی مبالغه او کوشش کوی په دروغ وئیلو دهوکه کولو تحریف کولو سره (يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ) آیات وحییه او عقلیه دواړو ته شامل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه دی ناخبره او بی علمه نه دی ښه خبردی بیاهم خلاف کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل