وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
اوپه تلو راتلو دشپه اود ورځ کښی اوپه هغه کښی چه راورولی دی اللّه تعالٰی د آسمان نه څه (سبب) درزق نو تازه کړی ده په هغه سره ځمکه روستو دوچوالی دهغی نه اوپه گرځیدلود هواگانو کښی دلیلونه دی دپاره دهغه قوم چه عقل نه کار آخلی -
په دی کښی دریم دلیل عقلی دی په ذکر دآیات متوسطه سره (مِنْ رِزْقٍ) یعنی باران - اوهرکله چه په دی سورة کښی په دلیلونو سره دنعمتونو تذکیرهم مقصد دی اوښکاره نعمت رزق دی نو ددی وجی نه په دی باندی تصریح اوکړه اوهرکله چه دا دلیلونه ډیرواضح دی هرعلق والا پری پوهیږی ددی وجی نه په یعقلون، سره ئی ختم کړو -