إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِلْمُؤْمِنِينَ
یقیناً په آسمانونو او ځمکه کښی ډیر دلیلونه دی دپاره د ایمان والو -
دا دلیلونو عقلیه نه اول دی په دی کښی آیات آفاقیه علویه او سفلیه ذکرکوی (فِي السَّمَاوَاتِ) لفظ دخلق ئی نه دی ذکرکړی دپاره ددی چه عموم فائده کړی یعنی په ذوات د آسمانونو کښی چه نمر، سپوږمئ او ستوری وغیره دی اوپه ذات دځمکه کښی چه معدنیات نباتات او نور اسباب د معاش دی په دی ټولو کښی جدا جدا هم دلالت دی په توحید باندی (لِلْمُؤْمِنِينَ) اشاره ده چه ایمان په حقیقت کښی سبب د عبرت او استدلال دی ضدی منکرته خو هیڅ فائده نه ورکوی -