الدخان ۵۸

فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

نویقیناً‌ آسان کړی دی مونږ دا قرآن ستا په ژبه باندی ددی دپاره چه نصیحت واخلی -

د امتعلق دی د ابتداء‌ دسورة سره - ترغیب دی قرآن ته او تشجیع ده پیغمبرته په بیانولو دقرآن دپاره ددی چه دا خلق په تذکر دقرآن سره دعذاب ددنیا او آخرت نه بچ شی (بِلِسَانِكَ) په لغت ستا چه عربی ده اوژبه عربی دټولو ژبو نه آسانه ده یا مراد دادی چه ستاپه ژبه آسانه طریقی سره قرآن چلوؤم په تاباندی لوستل او بیانول گران نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل