الدخان ۵۱

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ

یقیناً متقیان به په ځای امن والا کښی وی -

په دی آیاتونو کښی بشارت اخرویه دی په تفصیل سره (وَزَوَّجْنَاهُمْ) مراد ددی نه عقد د نکاح دی د اللّه تعالٰی دطرف نه (إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَى) (سوال) دتیرشوی موت استثناء د راتلونکی حالت نه نه صحیح کیږی؟ جواب په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه استثناء منقطع ده یعنی لکن الموتة الاولٰی قد ذاقوها (اول مرگ خو دوی څلکی دی) دوهمه طریقه إِلَّا په معنیٰ د بعد سره دی یعنی روستو دمرگ مخکښنی نه - دریمه طریقه دی ته تعلیق بالمحال وئیل کیږی دپاره د تاکید یعنی که چیرته تیرشوی مرگ دوی په راتلونکی وخت کښی څکلی شوی نو څکلی به ئی وی نو معلومه شوه چه هیڅ مرگ به نه څکی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل