ذُقْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ
او ځکه یقیناً ته زورآور سپین روئی وی -
(الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ] په گمان د کافر کښی مراد دی یعنی کافرگمان کوی چه ځما په شان عزت مند اوشریف په دنیا کښی بل څوک نیشته نوهغه ته به استهزاء په ورځ دقیامت کښی دا اوئیلی شی اشاره ده که چیری ته عزیز او کریم وی نو تاته به ولی د ذُق خطاب د ذلت کیدی شی -