الدخان ۴۳

إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ

یقیناً ونه د زقوم -

په دی آیاتونو کښی ذکر دیو قسم عذاب دی په جهنم کښی چه هغه د خوراک په صورت کښی دی اوددی اونی ذکر په سورة اسراء‌ (۶۰) او سورة صافات (۶۲) کښی تیرشوی دی ( الْأَثِيمِ) مبالغه کوؤنکی په گناه کښی یعنی غټ گنهگار او هغه مشرک او کافردی (كَالْمُهْلِ) هرهغه څیزونه چه په اور کښی ویلی کیږی سره، سپین، اوسپنه، تانبا وغیره یا مراد ترینه خیری د تیلو ایشولو شوؤ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل