إِنَّ هَؤُلَاءِ لَيَقُولُونَ
یقیناً دا خلق خامخا وائي -
دا متعلق دی د (۹) سره دی یعنی څه رنگ چه دوی په شک کښی دی دتوحید او د رسالت نه نو دارنگ دوی منکردی دبعث بعدالموت نه اوپه دی کښی زجردی ددوی په انکار من البعث باندی - (إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى) اقوال د انکار ددوی ډیر وو ددی وجی نه په لیقولون باندی وقف اوشو لیکن غټ قول ئی دادی - تحقیق دادی چه ضمیر د هی حالت اوصفت عاقبت ته راجع دی نو معنیٰ داده چه نه دی ځمونږ حال اوصفت یا عاقبت مگر ړومبی مرگ دی او بیا ورپسی ژوند نیشته او لفظ د اولٰی مستلزم نه دی چه دوهم موت دی وی - یا مراد دادی چه دوی ته اوئیلی شول چه تاسو به مړه کیږئ په داسی مرگ سره چه ورپسی ژوند وی لکه چه په تاسو تیرشوی دی داسی مرگ چه په هغی پسی ژوندی شوی ئی لکه په سورة بقره (۲۸) کښی نودوی په جواب کښی اوئیل چه نه دی هغه مرگ چه په هغی پسی ژوند راځی مرگ اولنی مرگ دی - بناپه دی توجیه ضمیر مرگ ته راجع دی لیکن مقید په دی قید چه ورپسی ژوند وی - (فَأْتُوا بِآبَائِنَا) دا حجت دمنکرینو دی او ددی دوه توجیه دی یوداچه ځمونږ مړه شوی پلاران را ژوندی کړئ لکه سورة جاثیه (۲۵) کښی راځی دوهمه توجیه داده چه دمشرانونه قول او دلیل پیش کړئ په دوباره ژوند باندی مونږ دمشرانو قول په دلیل کښی منو -