الدخان ۳۲

وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَى عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ

او یقیناً غوره کړی وؤ مونږ دوی سره دعلم نه په نورو عالمو باندی -

دا ذکر ددوهم انعام دی په بنی اسرائیل باندی دا فضیلت په ټولو خلقو باندی فضیلت جزئیه ید چه ډیر انبیاء ئی په بنی اسرائیلو کښی را لیږلی دی یا مراد ترینه د هغه زمانی خلق دی (عَلَى عِلْمٍ) یعنی اللّه تعالٰی عالم دی چه دوی په دغه وخت حقدار د فضیلت وو یاسره دعلم د اللّه تعالٰی نه ددوی په نقصاناتو باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل