فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ
نو ژړا اونه کړه په دوی باندی آسمان او ځمکی او نه وؤ دوی مهلت ورکړی شوی -
په دی کښی مقصد سپکوالی دشان د فرعونیانو دی ژړا د آسمان او ځمکی په حقیقت باندی حمل ده لکه روایت دی د انس رضی اللّه عنه نه مرفوعاً، چه مؤمن دپاره په آسمان کښی دوه دروازی دی دیوی دروازی نه رزق نازلیږی - او دبلی دروازی نه عمل ورخیژی نوکله چه دی مړشی نودا دواړه دروازی د آسمان په ده پسی ژاړی اوبیائی دا آیت اولوستلو - او دارنگ د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی، چه څوک په ځمکه باندی رکوع او سجده او نور اعمال دخیرکوی نو روستو دمرگ دده نه هغه ځمکه هم په دی مؤمن پسی ژاړی، نومطلب د آیت دادی چه دفرعونیانو هیڅ نیک عمل نه وؤ چه آسمان ته ختلی وی اونه په ځمکه باندی دهغوی نیک عمل وؤ نوروستو دمرگ ددوی نه آسمان او ځمکی په دوی پسی ژړا اونه کړه -