إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ
(گواه دی په دی خبره) چه نازل کړی دی مونږ دا قرآن په شپه برکتونو والا کښی یقیناً مونږ ویره ورکوؤنکی یو -
دا جواب قسم دی یعنی ابانت او وضاحت دقرآن شاهد دی چه دا منزل من اللّه دی او وخت د نزول ئی هم مبارک دی اود انذار دپاره پوره کتاب دی (لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ) مراد ددی نه لیلة القدر ده په دلیل دسورة قدر سره او لیلة القدرپه رمضان کښی ده په دلیل دسورة بقره (۱۸۵) سره - بل داچه په باره دفضیلت د لیلة القدرکښی ډیرصحیح احادیث نقل کړی شوی دی اودا فضیلت دهغی شپی په سبب دنزول قرآن کریم سره دی - بعضی مفسرینو مراد د لیلة مبارکه نه پنځلسمه شپه دشعباد اخستی ده او دهغی د فضیلت په باره کښی څه احادیث ئی نقل کړی دی لیکن هغه قول صحیح نه دی اهل تحقیق مفسرینو دهغی رد کړی دی - قرطبی د ابن عربی نه نقل کړی دی چه دا قول باطل دی - دارنگ ابن کثیروئیلی دی چه دا شپه لیلة النصف دشعبان ده لکه چه د عکرمه نه نقل شوی دی، فَقَد اَبْعَدَ النجعة (یقیناً د فائدی نه لری لاړو) اوکوم احادیث چه په باره د فضیلت د دغه شپه کښی ذکر کړی شوی دی نوپه هغی کښی حدیث صحیح مرفوع متصل نیشته - یعنی انزال دقرآن ئی په دی شپه پوری ددی وجی نه خاص کړی دی چه په دی شپه کښی دمحکمو کارونو فیصلی کیږی نوانزال دقرآن هم محکم کاروؤ نوپه دی شپه کښی شروع شو (يُفْرَقُ) تقدیر دټولو اشیاؤ د آسمانونو دپیدائش نه پنځوس زره کله مخکښی شوی دی او دا په صحیح حدیث سره ثابت ده لیکن دهغی نه دیوکال دپاره مقرر شوی څیزونه او کارونه جدا کړی او ملائکو ته ئی اوسپاری او دا جدا کول په لیلة القدر کښی وی ددی وجی نه یفرق ئی اوئیل چه دلالت کوی په جدال کولو باندی -