وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَكَفُورٌ مُبِينٌ
اوگنړی دوی اللّه تعالٰی لره دبندگانو دهغه نه ټکړی یقیناً دا انسان خامخا ناشکره ښکاره دی -
دا متعلق دی د لئن سألتهم، سره اوزجردی په شرک باندی یعنی چه دا اومنی چه اللّه تعالٰی خالق او قادر دی نوبیا دهغه اولاد ته اوشریک ته څه حاجت دی چه مشرکان عقیده ساتی چه فلان بزرگ د اللّه تعالٰی ولد دی او ملائک د اللّه تعالٰی بنات دی او فلانی ولی د اللّه تعالٰی نازولی اودبرخی خاوند دی (جُزْءًا) اولاد هم ټکړه ده او شریک هم یو قسم ټکړه وی ددی وجی نه د قتاده نه نقل دی چه جزء هرمعبود من دون اللّه ته شامل دی اواکثرمفسرینو دلته بنات (لونړه) مراد کړی دی -