الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
هغه ذات دی چه جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه بستره د آرام او جوړی کړی دی تاسولره په هغی کښی لاری ددی دپاره چه تاسو هدایت اومومئ -
دا دوهم دلیل دی په دی کښی اقرار نیشته ځکه چه لکم ئی وئیلی دی لنا ئی نه دی وئیلی نودا دتیرشوی سره په طریقه د تنویر (ډیروضاحت) سره ذکرکړی دی یعنی هرکله چه خالق د آسمانونو او ځمکو لره منئ نو دا روستو قدرتونه د هغه ضرور منئ اوپه دی آیت کښی دوه نمونی د قدرت الٰهیه ذکرکړی دی -