الزخرف ۳

إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

(گواهی کوی) چه یقیناً رالیږلی دی مونږ دا قرآن دعربئ ژبی ددی دپاره چه عقل نه کار واخلئ -

دا جواب قسم دی حاصل دادی چه د قرآن وضاحت چه اعلٰی مرتبه کښی دی شاهد دی چه داد اللّه تعالٰی کتاب دی دبنده کتاب نه دی او دارنگ دهر عقل والا دپوهیدلو کتاب دی (سوال) د جعلنا ظاهری معنیٰ خو پیدا کول دی نوددی نه معلومه شوه چه قرآن کریم مخلوق دی او حال داچه قرآن غیرمخلوق صفت د اللّه تعالٰی دی اودا حق مذهب دی؟ (جواب) اول دادی چه دلته مقصد توصیف دقرآن دی په عربیت سره دپاره دترغیب مخاطبینو عربو ته او جعل په معنیٰ د تصییردی یعنی قرآن په لغت عربیه کښی رالیږلی دی - دوهم جواب، قرطبی وئیلی دی چه جعلنا په معنیٰ د سَمَّیناه (نوم هم ایخی دی) او وصفناه (صفت هم ورکړی دی) او انزلناه او بیّناه (نازل کړی دی اوبیان کړی دی مونږ) اوپه معنیٰ د انزلنا غوره دی ځکه چه قرآن کښی په دی لفظ سره ډیرذکردی - اوهغه جواب چه امام رازی او شربینی وغیرهما ذکرکړی دی چه مراد ددی نه کلام لفظی دی او هغه مخلوق دی دا قول غلط دی ځکه چه تقسیم دکلام لفظی او نفسی ته بدعت دی او قرآن کریم ښکاره دلیلونه دی چه مسموع مقروء متلو کلام اللّه دی او دا مذهب د امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه ذکرکړی دی فقه اکبرکښی اوشرح عقیدة الطحاویه په ص (۱۸۸) کښی په تفصیل سره او امام ذهبی په کتاب العلو للعلی الغفار کښی د امام ابویوسف مناظره د دامام بوحنیفه رحمهمااللّه سره ذکرکړی دی چه امام صاحب رجوع اوکړه قول د امام ابویوسف ته او اوئیل ئی چه څوک وائی چه دا قرآن مخلوق دی نوهغه کافردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل