الشورىٰ ۴۵

وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنْظُرُونَ مِنْ طَرْفٍ خَفِيٍّ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُقِيمٍ

او وینی به ته دوی لره چه پیش کولی به شی په اور باندی سر کوزی به وی دوجی د ذلت نه گوری به په سترگو کمزورو سره اووائی به مومنان یقیناً پوره تاوانیان هغه کسان دی چه تاوان کښی اچولی دی ځانونه او بال بچ خپل په ورځ دقیامت کښی خبرشئ یقیناً‌ ظالمان به په عذاب همیشه کښی وی -

داهم تخویف اخروی دی په شپږ طریقو سره (مِنْ طَرْفٍ خَفِيٍّ ) یعنی ضعیف نظر چه سترگی به نشی اوچتولی دشرم د وجی نه (سوال) بل آیت سره ثابت دی چه ددوی حشربه په حال د ړوندوالی کښی کیږی؟ (جواب) اول دادی چه دا مختلف وختونه دی بعضی وخت کښی به ئی نظر تیزوی (فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ) اوبعضی وخت به کمزوری نظروی - دوهم جواب دادی چه دلته طرف خفی نه مراد په زړه سره نظرکول دی نه په سترگو باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل