الشورىٰ ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم

حٰمٓ -

سورة شوریٰ

اوبل نوم ئی سورة حٰمٓ عٓسٓقٓ دی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په تیرشوی سورة کښی نهه صفات وو دقرآن نو په دی سورة کښی نهه صفات دی د قرآن والو - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروو معرضینو دقرآن ته اوپه دی سورة کښی دعوت دی فیصلی کولوته په قرآن باندی - دریمه وجه داده چه سورة سجده کښی ترغیب وؤ دعوت الی اللّه ته اوپه دی سورة کښی ددعوت کوؤنکی لس زمه وارئ ذکر کړی دی -

دعویٰ ددی سورة:

رد دشرک فی الولایة دی او دولایت دوه معنی دی تصرف او اختیار په کائناتوکښی دوهمه معنیٰ اختیار د تشریع (یعنی شرع جوړول) اودا دعویٰ په لفظ د ولایت اوپه مرادف دهغی سره نفیاً او اثباتاً په دی ایاتونو کښی ده (۵۳،۴۹،۳۲،۲۹،۲۸،۱۹،۱۲،۱۱،۹،۴) دا اثباتاً دی اوپه (۴۶،۴۴،۳۱،۹،۸،۶) کښی دا نفیاً دی اوپه لفظ‌ دحکم او تشریع اومرادف سره اثباتاً په (۵۲،۵۱،۴۷،۱۷،۱۳،۱۰،۷،۳) او نفیاً‌ (۳۵،۲۱،۱۶،۱۴) کښی اودارنگ په دی سورة کښی جوابونه دی دری شبهاتوته -

خلاصه د سورة:

دا سورة تقسیم دی دری بابونوته اول باب تر (۱۵) پوری دی په دی باب کښی جواب د اولی شبهی دی په تاکید دامردوحی سره اواثبات د ولایت دی اللّه تعالٰی لره اواثبات د امن د عالم دی په توحید سره - بیا نفی د ولایت ده دغیراللّه نه اوترغیب دی قرآن ته بیاهم نفی د ولایت ده دغیراللّه تعالٰی نه بیا جواب دی ددوهمی شبهی اودوه عقلی دلیلونه دی دپاره داثبات د ولایت ِللّه تعالٰی او اثبات دتشریع الٰهی دی اوبیا جواب ددریمی شبهی دی -

تفسیر

دا مقطعات دی په شان د کهٰیٰعص هغه هم خماسی وو اوداهم - لیکن کهٰیٰعص پیوست لیکلی شوی دی اودا د ډیرقاریانو په نیز جدا جدا دی یعنی حٰمٓ، عٓسٓقٓ ددی یو وجه داده چه هغه یو آیت دی او دا دوه آیاتونه دی - دوهمه وجه داده چه ددی سورة نورامثال مخکښی او روستو کښی حٰمٓ دی نوپه دی کښی ئی هم حٰمٓ جدا اولیکلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل