حٰمٓ السجدة ۴۷

إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ وَمَا تَخْرُجُ مِنْ ثَمَرَاتٍ مِنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَائِي قَالُوا آذَنَّاكَ مَا مِنَّا مِنْ شَهِيدٍ

خاص اللّه تعالٰی ته گرځولی شی علم دقیامت اونه را اوځی هیڅ میوی دخپلو کسوړونه او حمل نه آخلی هیڅ زنانه اونه زیگوی حمل مگرپه علم د اللّه تعالٰی سره اوپه کومه ورځ چه آواز به ورکړی دوی ته څه شوشریکان ځما (ستاسو په گمان کښی) دوی به اوائی خبر درکوؤ مونږ تاته نیشته زمونږته هیڅ گواهی کوؤنکی (په شریک باندی) -

دا دلیل دی په نفی دعلم غیب سره د غیراللّه نه په دری مثالونو سره یو ذکر دعمل دقیامت دوهم علم دپیدا کولو دمیوؤ دریم علم دحمل دزنانو او علم مستلزم دی قدرت لره نودا رد دی په مشرکانوباندی چه ستاسو شرکاء په دی کښی یو علم هم نه لری نوولی د اللّه تعالٰی سره شریک گرځوئ (يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ) یعنی دهرچانه چه تپوس اوکړی شی دقیامت په باره کښی که پیغمبروی اوکه جبرائیل وی اوکه ولی وی نو هغه جواب کوی چه واللّه اعلم نودغه علم اللّه تعالٰی ته اوگرځوی ځکه چه په خپله علم نه لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل