حٰمٓ السجدة ۲۴

فَإِنْ يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ وَإِنْ يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِينَ

که دوی صبرکوی نو اور ځای د اوسیدلو ددوی دی اوکه دوی واپسی غواړی نودوی به نشی واپس کیدی -

داهم په تخویف اخروی کښی داخل دی یعنی که صبرکوی اوکه نه کوی خو جهنم ته به ضرور داخلیږی لکه سورة طور (۱۶) (وَإِنْ يَسْتَعْتِبُوا) داد عتبیٰ نه اخستلی شوی دی په معنیٰ درجوع سره دی یعنی که چیری دوی دنیا ته واپسی طلب کوی نودا نشی منلی کیدی اوقرطبی اول قول داسی ذکرکړی دی چه دا په دنیا کښی مراد دی یعنی که دوی په دنیا کښی عمل داوروالو باندی ټینگ وی نواورته به داخلیږی اوکه چیری دوی سره دکفرنه توبی او استغفار کوی نوداسی توبه ئی نه قبلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل