حٰمٓ السجدة ۱۱

ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ

بیا برابر شو طرف د آسمان ته او هغه لوگی وؤ نو اوئیل هغه ته او ځمکی ته راشئ په خوښی سره یاپه ناخوښی دواړو وئیل راځو مونږ په خوښی سره -

دا دریم دلیل عقلی دی استویٰ صفت د اللّه تعالٰی دی او لفظ الی السماء دپاره د علو (اوچت والی) دی نو معنیٰ دا شوه چه اوچت شو آسمان ته، لیکن کیفیت ئی مونږ ته معلوم نه دی یا استویٰ په معنیٰ دقصد او د پوره ارادی کولو ده یعنی پوره توجه ئی اوکړه او داهم صفت د اللّه تعالٰی دی (وَهِيَ دُخَانٌ) مفسرینو وئیلی دی چه عرش د اللّه تعالٰی د آسمانانو دپیدائش نه وړاندی په اوبو باندی وؤ نوپه هغه اوبوکښی اللّه تعالٰی حرکت او اضطراب پیدا کړو نودهغی نه یو بړاس پیدا شو هغی ته ئی دخان اوئیل یعنی په شان د دخان (لوگی) تور تور اجزاء وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل