حٰمٓ السجدة ۹

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ

ته اوایه آیا تاسو کفرکوئ په هغه ذات باندی چه پیدا کړی ده ځمکه په مقدار ددوه ورځوکښی او جوړوئ تاسو هغه لره شریکان دغه ذات رب دعالمینودی -

روستو دجواب دسوال او دترغیب توحید نه اثبات دهغی دی په څلورو عقلی دلیلونوسره دا اول دلیل دی چه په دی کښی پيدائش دځمکی ذکرکړی دی په مقدار ددوه ورځو کښی چه ورځ داتوار او دگل وه یعنی هغه وخت یوداسی مقدار وؤ یا نوبت وؤ چه اوس دهغی نه تعبیرکیدی شی په دوره ورځو سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل